CRI Online

د ۷۲مې دورې د روغتيا په نړيوال کنفرانس کې د چين پلاوي په خپله روغتيايي ساحه کې د پرمختګونو په هکله مالومات ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-20 10:05:44

د چين پلاوي چې د ۷۲مې دورې د روغتيا په نړيوال سازمان کې به ګډون وکړي، پر ځايي وخت د مې په ۱۸مه نېټه د سويس په ژنيو کې يوه خبري ناسته تر سره کړه او د نوي چين د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې په روغتيايي ساحه کې د پرمختګونو او په نړيوالو روغتيايي ادارو کې د خپلو خدمتونو په هکله يې مالومات ورکړل.

د چين پلاوي دې ته اشاره وکړه چې د چين حکومت تل د ټولو خلکو د روغتيا ساتنې او د هر تن لپاره د بنسټيزې درملنې او روغتيايي خدمتونو د برابرولو هدف لري، په فعاله توګه د روغتيايي چارو د پرمختيا لاره لټوي چې له خپل ملي حالت سره يې برابره ده، مهم پړاويز پرمختګونه يې تر لاسه کړي او د ټولې نړۍ د روغتيايي چارو د ادارې لپاره د چين تجربې او ځواک يې برابر کړي دي. په لاندنيو څلورو برخو کې څرګند دي: لومړی د خلکو د روغتيا سويه تر زياتې اندازې پورې لوړه شوې. دويم، د درملنې او روغتيا په هکله د چين ځانګړتيا لرونکی ميکانيزم څرګندې ښيګڼې لري. درېيم، چيني طب نړيوالو ته ګټې رسولي او رسوي يې. څلورم، چين په فعاله توګه په نړيوالو روغتيايي چارو کې برخه لري.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای