CRI Online

د م م د يونيسکو سازمان استازي: د تمدنونو د متقابلو زده کړو هڅول ستر اهميت لري

cri     (GMT+08:00) 2019-05-20 10:07:54

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ټولنيزو علومو په اړه د م م د يونيسکو سازمان د عمومي مدير مرستيالې نادا ال نشيف په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې وويل، په چين کې د اسيايي د تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس تر سره کېدل د نړيوالو تمدنونو د متقبلو زده کړو، د پرمختګونو موندلو، د نوښتونو او د ټولنيزې سمسورتيا لپاره ستر اهميت لري.

نوموړې په ياد کنفرانس کې وويل، په دغه کنفرانس کې د اسيا د تمدنونو د متقابلو زده کړو او د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ تر عنوان لاندې د تمدنونو پر زياتو ډولونو، مساوات او زغم درلودلو ټينګار شوی. هغې په دغه ډيالوګ کې د چين د رول په هکله خوښي څرګنده کړه.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای