د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې،د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د مې د ۱۸ مې نېټې په شپه وويل چې ترکيه به هرومرو له روسيې څخه د S-400 هوايي دفاع توغنديو سيستم واخلي او په راتلونکي کې به له روسيې سره پدې اړه سلامشوره وکړي چې په ګډه S-500 سيستم توليد کړي.
د ترکيې خبري رسنيو خبر ورکړ چې اردوغان په همدې ورځ په استانبول کې د ترکيې له محصلينو سره يوه ناسته کې په خپلو خبرو کې يو ځل بيا هغه شونتيا رد کړه چې ترکيه به له روسيې سره د پوځي وسيلو د اخيستلو په اړه لاسليک شوی تړون لغوه کړي. نوموړي وويل، دغه معامله ټاکل شوې او وړاندوينه کېږي چېS-400 ډول ياد سيستم به د روان کال په جولای مياشت کې يا له دې وخت وړاندې ترکيې ته وسپارل شي.
همدارنګه نوموړي زياته کړه چې که څه هم امريکا ترکيې ته د F-35 ډول جنګي الوتکو ورکړه ځنډولې، خو ترکيه به ژر يا وروسته دغه جنګي الوتکې ترلاسه کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |