CRI Online

د چين د مرکزي بانک مرستيال: د چين ثابت اقتصاد او پولي چارې د بهرنيو اسعارو بازار او د يوانو د تبادلو ارزښت معقول ثابتوالي ته ځواکمن بنسټونه جوړوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-20 10:51:21

د چين د مرکزي بانک مرستيال او د بهرنيو اسعارو د دولتي ادارې مشر پان ګونګ شنګ د مې په ۱۹مه نېټه وويل، چين د اسعارو بازار د ثابتوالي او د يوانو د تبادلوي ارزښت د معقول بيلانس پر بنسټ د ثابتوالي د ساتلو بنسټونه، باور او توان لري.

نوموړي وويل، اوسمهال د چين اقتصاد عموماً په ثابته توګه پرمختيا کوي، عمده هدفونه په معقول چوکاټ کې ساتل کيږي، د نويو او زړو انرژيو د تبادلې اندازه چټکه کېږي او د عمومي اقتصاد بنسټونه ښه دي. د اقتصاد او پولي چارو ثابتوالی د بهرنيو اسعارو د بازار او د يوانو د تبادلوي ارزښت د معقوله کيدو او ثابتوالي لپاره ټينګ بنسټونه برابروي. د روان کال له پيل راهيسې په چين کې د بهرنيو اسعارو بازار په ارامه توګه روان دی، په چين کې د بهرنيو پانګو د راجلبولو شمېر زيات شوی، د بهرنيو اسعارو زيرمه په ثابته توګه لوړه شوې او د اټکل له مخې د بهرنيو اسعارو بازار ثابت دی.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای