CRI Online

د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان وويل چې ايران د ځان لپاره چمتو دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-20 15:00:55

عکس: د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان حسين سلامي د مې په ۱۹مه نېټه په يوه پوځي غونډه کې وويل، جګړه د ايران نه خوښېږي، خو ايران له جګړې څخه هم نه ډارېږي. د ايران پولې له ګواښ سره مخامخ کېږي، زموږ انقلابي ګارډ چمتو دی چې د خپل هېواد او خلکو دفاع او ساتنه وکړي.

سلامي وويل، امريکا په نورو هېوادونو باندې ظلم کوي او د نورو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. که امريکا داسې کړنو ته دوام ورکړي، ايران به ورسره مقابله وکړي.

په همدې ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، چې له کويټ څخه په ليدنه بوخت و، د کويټ له مرستيال لومړی وزير او د بهرنيو چارو وزير صباح خالد الحمد الصباح سره له خبرواترو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې پاکستان غواړي د دې سيمې له هېوادونو او اسلامي هېوادونو سره ښې اړيکې وساتي څو چې د دې سيمې له امنيت او ثبات څخه ملاتړ وکړي. د منځني ختيځ سيمه له ډېرو ګواښونو، جګړو او تراژيديو سره مخامخ ده، پاکستان هيله لري چې جګړه پېښه نه شي او غواړي د جګړې د مخنيوي لپاره هڅه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای