CRI Online

د شانګهای د عامه امنيت ادارې په يوې ويبپاڼې کې د ډېرو حکومتي خدمتونو د برابرولو لپاره څو تدبيرونه نيولي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-20 15:13:32

په يوې ويبپاڼې کې د ډېرو حکومتي خدمتونو برابرول په شانګهای کې د موثريت لرونکو حکومتي خدمتونو په برخه کې عمده مارک او د دې ښار د ځايي حکومت د ابادۍ يوه کليدي نښه هم ده.د دغه کار موخه دا ده چې وګړي او تصدۍ يه يوې عمومي ويبپاڼې کې په يو وار د خپلو نومونو تر ثبتولو وروسته ډېر حکومتي خدمتونه تر لاسه کړي. د شانګهای د عامه امنيت ادارې د دې نظريې تر لارښوونې لاندې او د خدمتونو په مرکزيت د کاري مفکورې په پلي کولو سره د خپلې خدمتي سويې د لوړوالي لپاره ډېرې جدي هڅې کړې دي.

اوس د شانګهای ښار د عامه امنيت ادارې په دغې ويبپاڼې کې د چين د عامه امنيت وزارت د يو اوياوو اړوندو کارونو ترڅنګ چې د چين حکومتي منظورۍ ته اړتيا لري، ۱۶ نورخدمتي کارونه زيات کړي دي. په عين وخت کې له يادې ويبپاڼې پرته اووف لاين off-line) (خدمتي ډګر هم جوړ شوی.د شانګهای د عامه امنيت ادارې د راتګ راتګ څانګې د چيني اتباعو د پاسپورټونو د اداري څانګې مرستيال هو شياو ون وويل چې که څه هم د شانګهای د ښاريانو د پاسپورټونو د ادارې ، هانکانګ او مکاو او تايوان ته د تګ راتګ لپاره د چيني اتباعو د جوازونو د تر لاسه کولو په شمول اړوند ۱۲ کارونه په دې ويبپاڼې کې زيات شوي،خو د عامه امنيت ساتو کارونو د خصوصيتونو د موجوديت له امله زمونږ ښاريان تل په يادې ويبپاڼې کې اړوندې سپارښتنې وړاندې کوي او وروسته د خپلو پاسپورټونو يا جوازونو د تر لاسه کولو لپاره اړوندو اداري څانګو ته ځي. هغه وويل د پاسپورټونو يا جوازونو تر لاسه کول د وګړو د بيولوژيکو ځانګړتياوو راټولولو ته اړتيا لري، نو ښاريان بايد د اړوندو سندونو په وړلو سره په مربوط اداري څانګو وګرځي. په بله ژبه ښاريان کولی شي چې په دغې ويبپاڼې کې خپلې سپارښتنې وړاندې کړي او د اړوندو سندونو تر ابتدايي منظورۍ وروسته له خپلو اړتياوو سره سم په مساعد وخت کې د پاسپورټونو د تر لاسه کولو لپاره اړوندو اداري څانګو ته ورشي.

په شانګهای کې د عامه امنيت ادارې له ۲۰۱۸ کال څخه د يادو کارونو د تر سره کولو لپاره د پوليس په سټېشنونو کې عمومي خدمتي کړکۍ جوړې کړې او د ښاريانو لپاره يې د کورونو،د عامه امنيت، بهرنيو هېوادونو ته د تګ راتګ او ترانسپورټ په شمول ډېر خدمتونه برابر کړي دي.ښاغلی جانګ د ترانسپورټي جريمې د ور کولو لپاره د پوليسو سټېشن ته راغلی ،نوموړي شانګهای ښار د باو شان ناحيې د عامه امنيت د فرعي ادارې د ګوو کلي د پوليسو له سټېشن څخه د راوتلو پرمهال زمونږ خبريال ته وويل نن ورځ د ترانسپورټي جريمې لپاره دغه سټېشن ته لاړم. پخوا به همېشه هغه بل سټېشن ته تلم چې زما له خپل کور څخه سلګونه کيلو متره واټن لري.خو اوس دغه سټېشن زما کور ته ډېر نژدې دی ، نو ډېرې اسانتياوې راته برابرې شوې .زما په اند دغه تدبير د خلکو لپاره ګټور دی.

د شانګهای ښار د عامه امنيت ادارې د ترانسپورټي پوليسو لومړي ډلې د موټرو چلوونکو لايسنسونو د تر لاسه کولو او نوي کولو لپاره ځانګړی خدمتونه برابر کړي دي. د دې ډلې د موټرو د ادارې سټېشن پوليس لانګ ګون مينګ وويل چې اوس د موټر چلوونکي او د دوی شاګردان د بدني معاينې په طبي ادارو کې د چلوونکو لايسنسونو په اړه بېلا بېلې کتنې تر سره کولی شي. هغه وويل د دغه خدمت موخه خلکو ته د اسانتياوو برابرول او د خلکو د وخت سپما او د موټر چلوونکو د اړوندو مسئلو د حل وفصل لپاره د بلې لارې چارې لټول دي. د دې ترڅنګ زمونږ پخوانۍ اداري څانګې لاهم د موټر چلوونکو لايسنسونو په برخه کې خلکو ته خدمتونه کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای