د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په چين کې د پاکستان سفير مسعود خالد د مې په ۱۹مه نېټه (( د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د اسيا ګډ برخليک د ټولنې ابادۍ )) په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې په ځانګړې مرکه کې وويل، د چين لخوا جوړ شوی د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس د بېلابېلو تمدنونو د همغږۍ لپاره ګټور دی.
مسعود وويل، بېلابېل هېوادونه، مذهبونه او کلتورونه کولی شي چې د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس له لارې د خپلمنځۍ همغږۍ او ثبات د پرمختګ په برخو کې تبادلې وکړي. په دې برخو کې پاکستان هم تر خپلې اندازې پورې ځان شامل کړی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |