د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې په شرکتونو کې د شاګرنيونې او د نويو مقرراتو لنډ مهالي سندونه وويشل شول. له دغو سندونو څخه عمده موخه د زياتې پوهې، تخنيکونو او نوښتونو پرمټ د استعداد لرونکو کسانو روزل دي.
خبريال د شينجيانګ د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت له ادارې خبر واخيست چې د شاګرنيونې نوي مقررات د حکومت په لارښوونې، د شرکتونو په مرکزيت او د پوهنتونونو او پوهنځيو په ګډون سره، د نويو کارکوونکو د روزنې په هدف جوړېږي. کارکوونکي کولی شي چې په شرکتونو کې د مسلکي مهارتونو نوې او عصري زده کړې وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |