CRI Online

د بغداد ښار په مرکزي سيمې د راکټ بريد وشو

cri     (GMT+08:00) 2019-05-20 15:49:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق يو امنيتي چارواکي د مې په ۱۹مه نېټه وويل چې تېره شپه د بغداد ښار په مرکزي سيمې د امريکا لوی سفارت ته نژدې يو راکټ ولګېده، خو چا ته يې زيان نه دی رسولی.

د عراق د ګډو عملياتو ادارې وياند يعيی رسول د يوې لنډې اعلاميې په خپرولو سره وويل، يو کاتيوشا راکټ د بغداد ښار پر مرکزي سيمې لګېدلی، خو مرګژوبله نه لري.

د عراق يو امنيتي چارواکي چې د خپل نوم له اخيستلو څخه يې ډډه کړې د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، دغه راکټ په عراق کې د امريکا لوی سفارت ته نږدې سيمې کې لګېدلی دی. ويل کېږي چې د عراق امنيتي ځواکونو د بغداد په لوېديځ کې د راکټ پاتې شوني پيدا کړي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای