د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بيان اوبو ګاچه په نوم کلی د داخلي مغولستان په حورچن سيمه کې پروت دی او د ښکلي کلي په توګه يادېږي. په دې کلي کې اوسېدونکي مخکې تر ډېره په کرنيزو او د څارويو ساتنې په چارو لګيا وو.
د بيان اوبو ګاچه کلي څو کاله مخکې د شاوخواوو ښکليو منظرو په کارولو سره سيلانيزو چارو ته وده ورکړې، د سيلانيزو چارو په پرمختګ سره نه يوازې په دې کلي کې د اوسېدونکو عايدات ډېر لوړ شوي او د کلي بڼه لا ښکلې شوې ده. سجنګاوا د دې کلي يوه اوسېدونکې ده، څو کاله مخکې په سيلانيز پارک کې وګومارل شوه. هغې زموږ خبريال ته وويل، په دغه سيلانيز پارک کې کار کوي د پيسو تر لاسه کولو په عين وخت کې خپلې کورنۍ ته پاملرنه هم کوي، دغه راز هغه او خاوند يې د کار لپاره بل ځای ته نه ځي.
د بيان اوبو ګاچه کلی په ۲۰۱۷ کال کې په رسمي توګه د سيلانۍ او ساعتېرۍ د يو پارک په توګه جوړ کړ او له هغه وخت راهيسې، د ځايي اوسېدونکو د هر تن په سر عايدات دوه زره يوانه زيات شوي دي. په تېر ۲۰۱۸ کال کې دغه سيلانيز پارک څه باندې دوه لکه سيلانيان منلي او عمومي سيلانيز عايدات يې دوه مليونه دوه لکه يوانو ته رسېدلي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |