CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا غواړي چې پر چين باندې دې د افراطي فشار په اچولو سره ناوړه غوښتنه پوره کړي او نا مناسبې ګټې تر لاسه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-20 17:53:36

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، هيڅ تړون د چين او امريکا ترمنځ د مشورو په ۱۱ پړاوونو کې نه دی لاسليک شوی او اساسي لامل يې دا دی چې امريکا غواړي پر چين باندې دې د افراطي فشار په اچولو سره خپله ناوړه غوښتنه پوره کړي او نا مناسبې ګټې تر لاسه کړي.

د معلوماتو له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې څرګنده کړې چې د امريکا او چين ترمنځ يو تړون شته، خو چين له دغه تړون څخه سرغړونه کوي. ښاغلي لو کانګ په دې اړه وويل، ( زه نه پوهېږم چې ياد تړون څه دی. شايد امريکا تش په نامه يو تړون طرحه کړی دی، خو هيڅکله د چين لخوا نه دی منل شوی. هيڅ تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشورو په ۱۱ پړاوونو کې نه دی لاسليک شوی او لامل يې دا دی چې امريکا غواړي پر چين باندې دې د افراطي فشار په اچولو سره خپله ناوړه غوښتنه پوره کړي او نا مناسبې ګټې تر لاسه کړي. څرنګه چې دغه موخه نه ده پلې شوې، نو په داسی حال کې چې د امريکا په دننه او بهر کې پراخ شکونه رامنځته شوي او بازار بې ثابت دی، امريکا غواړي د واقعيت په تحريفولو سره پر چين نيوکه وکړي او دا کار يې بريالی نه شو. نړيوالې ټولنې ته ثابته شوې چې چين په يادو مشورو کې صميميت او رغنده رول ښودلی دی. زه پر دې بيا ټينګار کوم چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي مشورې به يوازې د متقابل درناوي، مساواتو او ګډو ګټو پر اساس تر سره شي او بريالۍ به شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای