CRI Online

افغانستان اوس په بې ساري ډول سولې ته ډېر نږدی شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-21 09:59:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۲۰مه نېټه د تاجکستان په پلازمينه دوشنبې کې د دې هېواد له ولسمشر امام علی رحمانوف سره تر خبرو اترو وروسته خبريالانو ته وويل، چين او تاجکستان د افغانستان ګاونډيان دي، دواړو خواوو په افغانستان کې د سولې او بيارغونې د عملي کېدو په اړه خپل دريځونه همغږي کړل.

ښاغلي وانګ يي وويل، په افغانستان کې د لسګونو کالو جګړې وروسته اوس سولې ته د رسېدو د امکان هيلې راټولېدلې دي. که څه هم په اوسني وضعيت کې يې ناثابت عوامل شته، خو دغه هېواد په بې ساري ډول سولې ته نږدې شوی. موږ د افغانستان له بېلا بېلو ګوندونو او ډلو څخه غوښتنه کوو چې د هېواد او خلکو ګټو ته لومړيتوب ور کړي، د بين الاافغاني ډيالوګ له لارې پراخه سياسي موافقه تر لاسه کړي او د افغانانو په حاکميت او لارښوونې سياسي بهير پرمخبوزي. هيله لرو چې د امريکا او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې به د دې بهير د هڅولو لپاره اړوند تړون لاسليک شي او د افغانستان مسئلې په هکله نور څواړخيز ميکانيزم به هم ياد بهير وهڅوي.

وانګ يي وويل، چين د افغانستان ګاونډی دی. موږ د افغانانو احترام کوو، هېڅ وخت مو د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او غواړو په افغانستان کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره په دوامداره توګه رغنده رول ولوبوو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای