د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوداګرۍ نړيوال سازمان د مې په ۲۰مه نېټه د نړيوالې سوداګريزې ودې د لرليد په اړه نوی رپوټ خپور کړ . په دغه راپور کې ويل شوي چې ښايي د روان کال په دوهمه ربعه کې نړيواله سوداګريزه وده په پرله پسې ډول ورو شي.
ياد راپور وايي چې د روان کال په دوهمه ربعه کې د نړيوالې سوداګريزې ودې د لرليد شاخص 96.3 ښودل شوی چې دغه شمېر د روان کال له لومړۍ ربعې سره پرتله برابر دی ،خو د ۲۰۱۰ کال له مارچ راهيسې تر ټولو ټيټ دی.
د نړيوالو سوداګريزو حالاتو د ترينګلتيا او د اقتصاد د ناثابتو اصولو له امله ياد سازمان په تېر اپرېل کې د روان کال د نړيوالې سوداګرۍ د زياتوالي انډول له 3.7٪ څخه 3.6٪ ته د ټيټولو وړاندوينه وکړه او څرګنده يې کړه چې که په راتلونکي کې سوداګريز خنډونه کم شي، ښايي په ۲۰۲۰ کال کې نړيواله سوداګريزه وده 3.0٪ ته بېرته راوګرځي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |