CRI Online

د داخلي مغولستان د بايان اووبو ګاچا په نوم له کلي څخه ليدنه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-21 14:40:38

د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې په داخلي مغولستان کې څه باندې لس کلي د بايان اووبو په نوم ياديږي. اوبو په مغولي ژبه کې د لرګينې ،ډبرينې او خاورينې دلۍ معناوې لري او د مغولي قومي کلتور استازيتوب کوي.د بايان اوبو ګاچا کلی د هو لين سيند پر غاړه پروت دی چې دلته په لرغونې زمانه کې د شيان بۍ قومي وګړو له خوا جوړ شوي اووه اووبو شته دي.

بايان اووبو له دغو اوو اوبو څخه يو دی چې د قطر اندازه يې ۲۱.۹ متره او جګوالی يې ۹.۹ متره دی.د اووبو د درناوي او احترام مراسم د مغولي قوم يو عنعنوي فعاليت ګڼل کيږي او د جنترۍ له مخې د هر کال په مې مياشت کې د سهاروختي له يوې بجې څخه تر درېيو بجو پورې دوام کوي.دغه مراسم ډېرمهم او درانه دي ، نو ګډون کوونکي تل قومي جامې اغوندي چې له امله يې هرکال ډېر سيلانيان راجلبوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای