د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د خوراکونو پخولو ټولنې د مې په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې په ټول هېواد کې د رستورانتونو عايدات ۱۳۹۲.۵ مليارډه يوانو ته رسېدلي چې کابو له ۱۹۹ مليارډه امريکايي ډالرو سره برابر وو، دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت نهه اعشاريه درې سلنه زيات شوی.
د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې ټول هېواد کې د رستورانتونو عايداتو د استهلاکي موادو د پرچون خرڅلاو په عمومي ارزښت کې لس اعشاريه اته سلنه نيولې ده . د رستورانتي بازار پيمانه د دوامداره لوړېدو په حال کې ده او په هېواد کې د مصرف مهم ځواک ګرځېدلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |