CRI Online

د روغتيا نړيواله غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-21 14:46:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا ۷۲مه نړيواله غونډه د مې په ۲۰مه نېټه په ژنيو کې پرانيستل شوه. د غونډې ګډونوال به د دې تر عنوان لاندې بحثونه وکړي چې ( روغتيايي خدمتونه بايد ټولو خلکو ته ورسېږي او هېڅوک بايد ترې پاتې نه شي )، او د نړۍ بېلا بېل هېوادونه به وهڅوي چې ټولو خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د برابرولو او تطبيق لپاره رښتيني عملونه ترسره کړي.

د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې بېلا بېل هېوادونه د پياوړو ابتدايي روغتيايي کارونو له لارې د ناساري ناروغيو مخنيوی، پيدا او درملنه کولای شي او د ناڅاپي ناروغۍ له سختېدو او پراخېدو مخکې يې پيدا او پر وخت يې علاج او مخنيوی کولای شي. هغه له بېلا بېلو هېوادونو غوښتنه وکړه چې بايد ټولو خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د رسېدو لپاره ټينګې ژمنې وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای