د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په مصر کې د چين د سوداګرۍ ټولنې او د دې هېواد د ګډ پرمختګ د ټولنې په کوربتوب د روژې په مناسبت د خيرښيګڼې فعاليت د مې په شلمه نېټه د مصر په پلازمينه قاهره کې پيل شو چې پنځلس ورځې به دوام ولري او په وار سره به د قاهره،ګيزه او اسوان په شمول ځينو ځايونو کې تر سره شي.
په مصر کې د چين د سفارت د اقتصادي او سوداګريزو چارو اتاشه هان بينګ او په مصر کې د چين د سوداګرۍ ټولنې له مشر بيان شه يوان سره په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و او په دې هېواد کې د ميشتو تصديو له استازو سره يې مصريانو ته سوغاتونه ور کړل.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |