د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د هند د ټولټاکنو د رايي اچونې وروستي پړاو پر ځايي وخت د مې د ۱۹مې نېټې تر غرمې وروسته په ۶ بجو پای ته ورسېد او په دغه هېواد کې د ۲۰۱۹ کال د ټولټاکنو رايې اچونه په بشپړه توګه پای ته ورسېده .
د روان کال د هند د ټولټاکنو رايي اچونه د اپرېل له ۱۱مې نېټې څخه پيل او تر 39 ورځو وروسته ۷ پړاوونه کې پای ته ورسول. د رايې اچونې اووم پړاو د هند د ۸ ايالتونو او سيمو د رايې ورکونې په ۵۹ مرکزونو کې تر سره شو. د هند صدراعظم ناريندرا مودي د سيالۍ عمده سيمه يعنې د اوتار پرادېش ورانسي ښار هم پکې شامل و.
د هند د ټاکنو کمېسيون او خبري رسنيو د اټکل له مخې، د ټاکنو پايله ښايي د روانې مياشتې په ۲۳مه يا ۲۴مه نېټه اعلان شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |