د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د مې په شلمه نېټه د پلټنې او څېړنې لپاره جيانګ شي ولايت ته لاړ. شي جين پينګ د دې ولايت د ګان جو ښار يو دو ولسوالۍ کې د مرکزي سرې اردو د اوږد مارش د پيل د ياد ګار څلي ته د ګلانو ګيډۍ وړاندې کړه، په يو دو ولسوالۍ کې د مرکزي سرې اردو، د انقلابي شهيدانو د کورنيو له استازو سره يې وکتل او په تان تو کلي کې يې د وګړيو د حال احوال پوښتنه وکړه. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد د اوسني نيکمرغه ژوند په عين وخت کې مخکنی انقلابي شهيدان هېر نه کړو. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |