د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د بوټانو څه د پاسه 170 شرکتونو د مې په ۲۰مه نېټه د يو ګډ ليک په خپرولو سره د دغه هېواد له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له چين څخه وارد شوی بوټان دې د تعرفې د زياتېدو له ليست څخه لرې کړي او که لرې نشي، نو ياد عمل به د امريکا مصرفوونکو او اقتصاد ته زيانونه ورسوي.
نړيوالو سترو شرکتونو او کوچنيو او منځنيو شرکتونو ياد ليک لاسليک کړی او موافقه يې کړې چې هغه تعرفې چې د امريکا د حکومت له خوا زياتې شوي زور او فشار يې پر مصرف کوونکو اچول کېږي او په امريکا کې کاري مزدوران به تر ټولو ډېر وځپل شي.
د امريکا حکومت په دې وورستيو ورځو کې د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د بوټانو په ګډون پر چيني صادراتو د ګمرکي تعرفو د لوړولو اعلان کړی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |