ښاغلي ما شياو وی د خپلې وينا پر مهال دې ته اشاره وکړه چې روغتيا د انسانانو بنسټيز حق دی او د ټولنې د پرمختګ خوځنده ځواک او موخه هم ده. ابتدايي روغتيا پالنه له اړينو روغتيايي خدمتونو څخه د ټولو د برخمن کولو موخې د پوره کولو لپاره تر ټولو ښه لاره ده او د اقتصاد او ټولنې د دوامدار پرمختګ اساسي شرط دی. ښاغلي ما وويل:
((د نوي چين له جوړېدو راهيسې د چين حکومت په هېواد کې د بنسټيزو طبي او روغتيايي خدمتونو شبکې د جوړولو لپاره ډېرې هڅې کړي، ګڼ شمېر سيمه ييز ډاکټران يې روزلي او د روغتيا پالنې په اړه يې بېلابېلو فعاليتونو ته ولسي وګړي رابللي دي. د شلمې پېړۍ په ۷۰ مه لسيزه کې په چين کې طبي او د روغتيا پالنې شبکه جوړه شوه چې له مخې يې په دريو کچو يعنې په ولسواليو، علاقه داريو او کليو کې په جلاجلا توګه لوي روغتونونه، روغتيايي مرکزونه او کلينکونه جوړ شول. همدارنګه د کليوالو لپاره همکاريز طبي سيستم جوړ شو چې پدې سره په چين کې د ابتدايي روغتيا پالنې د چارو لپاره يوه مناسبه پرمختيايي لاره پيدا شوه. د چين حکومت په هېواد کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو راهيسې په پرله پسې توګه د خلکو لپاره د ابتدايي روغتيا پالنې خدمتونه پياوړي او تضمين کړي،د ټيټو درجو د طبي ارګانونو د خدمتونو کيفيت او موثريت يې لوړ کړی او د ابتدايي روغتيا پالنې له خدمتونو څخه د وګړو مهمې ډلې يې برخمنې کړې دي.))
ښاغلي ماو وويل، چين د ابتدايي روغتيا پالنې په برخه کې څلور مهمې تجربې لري.
((لومړی،دولت بايد د خلکو روغتيايي اړتياوو ته ډېره پاملرنه وکړي او د پوره کولو لپاره دې يې اړوندې پاليسۍ تطبيق کړي. دوهم ، د ابتدايي روغتيايي پالنې چارې بايد د هېواد له رښتيني حالت سره سمون ولري او حکومت، د خير ښېګڼې ادارې او دولتي طبي او روغتيايي ارګانونه بايد د دغو چارو په پرمخبيولو کې عمده رول ولوبوي. درېيم، دولت بايد د ټيټو درجو اړوندو ارګانونو ته په درنه سترګه وګوري څو دغه ارګانونه د ولسي وګړو د روغتيا ادارې او د عامو ناروغيو د درملنې په برخو کې تر ټولو زيات رول ولوبوي. څلورم، دولت بايد د خلکو د بېلابېلو روغتيايي اړتياوو د پوره کولو لپاره هڅه وکړي څو خلک ورڅخه راضي شي.))
همدارنګه ښاغلي ما زياته کړه چې د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس عبريسوس واک ته له رسېدو وروسته له اړينو روغتيايي خدمتونو څخه د ټولو د برخمن کولو لپاره زياتې هڅې کړي او موخه يې ټاکلې چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به په نړۍ کې د هغو دريو ډولو کسانو په شمېر کې په جلاجلا توګه يو مليارډ کسان زيات شي چې له روغتيايي ګټو څخه به برخمن وي، د بېړنيو روغتيايي پېښو پر مهال به يې خوندېتوب ښه ساتل شوي او روغتيايي حالت به يې ښه وي. د چين تجربې ښيي چې ابتدايي روغتيا پالنه له اړينو روغتيايي خدمتونو څخه د ټولو د برخمن کېدو موخې د پوره کولو لپاره تر ټولو ښه لاره ده، چين د څو اړخيزم ټينګ پلوي دی او په فعاله توګه نړيوالو روغتيايي همکاريو ته پرمختګ ورکوي، په ۲۰۱۷ کال کې يې د روغتيا له نړيوال سازمان سره د يو کمربند او يوې لارې د روغتيايي همکاريو د تفاهم يادښت لاسليک کړ او په راتلونکي کې به له بېلابېلو خواوو سره ګډې همکارۍ او د نظر تبادلې زياتې کړي.
دغې فرعي غونډې ته د روغتيا د نړيوال سازمان، قزاقستان، اتوپيا، روسيې استازو ويناوې وکړې او د څه باندې ۱۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو کابو ۲۰۰ استازو پکې ګډون کړی و.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |