CRI Online

امريکا د چين پر هوا وې شرکت د بنديز لګولو حکم د ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-21 16:04:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د سوداګرۍ وزارت ويبپاڼې د مې په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې د هوا وې او ملګرو ته به يې د 90 ورځو لپاره لنډ مهالي جوازونه ورکړي. په دې ترتيب به د اړوندو څانګو او شرکتونو لپاره د تعديلولو وخت ورکړي.

فرانس پريس خبري اژانس د يوه امريکايي چارواکي په قول خبر ورکړی چې هوا وې او سوداګريز همکاران يې وخت ته اړتيا لري چې خپل سافټويرونه لوړ کړي او د تړونونو د دندو په اړه رامنځته شوېمسئلې حل کړي.د امريکا د سوداګرۍ وزارت يو تازه راپور خپور کړی او په کې يې ويلي چې د حکم ځنډول د امريکا د بنديز حکم د لغوه کېدو په مانا نده، خو د هوا وې او ددې شرکت همکارانو ته وخت ورکول دي تر څو د اوسنۍ بشپړې عملياتي انټرنېټي شبکې او تجهيزاتو ساتنه وکړي. دغه راز د ۲۰۱۹ کال د مې په ۱۶مه نېټه يا له دې مودې مخکې لاسليک شوي قانوني تړونونه او موافقه ليکونه به مراعات شي.

د هوا وې شرکت بنسټ جوړونکی ژن جنګ فې د مې په ۲۱مه نېټه د چين په شن جن ښار کې ددې شرکت په مقر کې له چيني خبري رسنيو سره د مرکې په وخت کې وويل چې د امريکا د ۹۰ ورځو لنډ مهالی جواز زموږ لپاره ډېر اهميت نه لري،زموږ لپاره ترټولو مهمه دا ده چې ښه کار وکړو کوم چې موږ کولی شو په خپله يې ترسره کړو.د امريکا حکومت يو شی ندی چې موږ يې کنټرول کړو.

ژن جنګ فې وويل چې موږ يو کال دمخه د امريکا له محدوديت سره مخامخ و. د امريکا د سياستوالو اوسني عملونه زموږ ځواک ته په ټيټه ګوري، خو دا د هوا وې 5G په واقعيت کومه اغېزه نه کوي. په راتلونکو دوو يا درېيو کلونو کې به نور شرکتونه د 5G ټېکنالوژۍ په برخه کې له هوا وې سره سيالۍ ونشي کړای.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای