CRI Online

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف له وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-21 17:45:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف د مې په ۲۰ مه نېټه د دې هېواد په پلازمېنه دوشنبه کې د چين د دولتي شورا له غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره کتنه وکړه.

ولسمشر امام علی رحمانوف له وانګ يي څخه غوښتنه وکړه چې رئيس شي جين پينګ ته د ده نېکې هيلې او سلامونه ورسوي. هغه وويل چې له چين سره اړيکې د تاجکستان په ډيپلوماتيکو چارو کې لومړيتوب نيولی دی. تاجکستان غواړي تر ۲۰۳۰ کال مخکې د دولتي پرمختګ ستراتيژۍ د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ له وړانديز سره ونښلوي، د تاجکستان او چين تر منځ د اقتصاد او سوداګرۍ، کرنې، تکنالوژۍ، کلتور او د بنسټيزو تأسيساتو د جوړېدو په شمول په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پراخې کړي او د دواړو هېوادونو وګړو ته ګټې ورسوي. تاجکستان غواړي له چين سره د نړيوالو او سيمه ييزو چارو په برخه کې همغږي او همکارۍ پياوړې کړي او ور سره په ګډه د تندلارۍ ،ترهګرۍ او بېلتون غوښتونکو پرضد مبارزه وکړي.

وانګ يي ولسمشر امام علی رحمانوف ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل. وانګ يي وويل چې ولسمشر په تېره مياشت کې په چين کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په دوهم فورم کې ګډون کړی و او له رئيس شي جين پينګ سره يې خبرې اترې وکړې. دا د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پرمختګ ته نوی ځواک وربښي. چين له دې څخه ملاتړ کوي چې تاجکستان د انرژۍ، ترانسپورټ، کرنيزو او صنعتي چارو په شمول د څلورو برخو د پرمختګ ستراتيژۍ پرمخ بوزي. چين غواړي د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ وړانديز د تاجکستان د دولتي پرمختګ له ستراتيژۍ سره ونښلوي او د تاجکستان د عصري کېدو په اړه خپل خدمتونه وړاندې کړي. چين او تاجکستان دې د تندلارۍ، ترهګرۍ او بېلتون غوښتونکو پر ضد په مبارزه کې همکارۍ ژورې کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای