CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: دا بې علمي، غير مسلکي او ساده نظر دی چې امريکا له چين سره په سوداګريو کې ځان ته زيان او ضرر رسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-21 17:46:53

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د متقابلو او ګډو ګټو پر بنسټ د سوداګرۍ مانا دا ده چې په ټولو ورخلاصي بازارونو کې په عمومي کچه ګډې ګټې تر لاسه کېږي او مساوات او برابري ساتل کېږي. دا بې علمي، غير مسلکي او ساده نظر دی چې امريکا له چين سره په سوداګريو کې ځان ته زيان او ضرر رسوي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې د يوې مرکې په ترڅ کې ويلي و چې د امريکا او چين ترمنځ يې د مشورو په نژدې تېرو څو پړاوونو کې چين ته ويلی چې د امريکا او چين ترمنځ به يو نا برابر تړون لاسليک شي، د چين د پخوانيو ځېنو سوداګريزو عملونو له امله دې د امريکا لپاره يو ګټور تړون لاسليک شي. وياند لو کانګ په همدې ورځ په دې اړه وويل، ( زه د سوداګرۍ په برخه کې کارپوه نه يم، خو زه دا نظر لرم چې د برابرۍ او د کومې خوا لپاره د ګټوروالي ماناګانې دې څرګندې شي. يادې ماناګانې په سوداګريزو اړيکو کې بېلې دي. په سوداګريز ورخلاصون کې د دواړو اقتصادونو لپاره بيخې برابري رامنځته نه شي. رښتيا دا ده چې د اقتصاد نړيوال کېدل د مختلفو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ يو بهير دی. مثلاً، په ۲۰۱۷م کال کې چين پر پوښ لرونکو ممپليو باندې د ٪۱۵ تعرفه واخيسته، خو په همغه وخت کې د امريکا تعرفه ٪۱۶۳.۸ وه. ويلی شو چې امريکا ته امتياز ورکړل شوی او که نه؟)(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای