CRI Online

تبصره: په چين کې به لوی بازار مخ په کښته کېدو نه وي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-21 20:16:43

۲۰۱۹م کال د جامو د توليدولو په اړه د (GAP) په نوم د امريکا نړيوال شرکت د جوړېدو له ۵۰مې کاليزې سره برابر دی. دغه شرکت په همدې وخت کې پريکړه کړې ده چې په شمالي امريکا کې به څو سوه واقعي دوکانونه بند کړي او په چين کې به خپل بازار پراخ کړي. د سږ کال په اپريل کې يې د چين په لويه وچه کې ۱۱ واقعي دوکانونه پرانيستي دي او د پلان له مخې به په چين کې د دا ډول دوکانونو شمېر لږ تر لږ ۴۰ ته لوړ کړي.

په ۲۰۱۹م کال کې نه يوازې دغه شرکت، بلکې زياتو شرکتونو په چين کې د بازار د پراخېدو لپاره کوښښ کړی دی. د شمېرنې له مخې، د سږ کال له جنورۍ څخه تر اپريل پورې په چين کې له بهرنيو پانګو څخه د استفادې اندازه ۳۰۵ مليارډو او ۲۴۰ مليونو يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۶.۴ زيات شوی دی.

په ټوله نړۍ کې د پانګونې سرعت د ورووالي پر وړاندې په چين کې بهرنۍ پانګونې د زياتوالي په حال کې دي. له دې څخه څرګندېږي چې نړيوال پانګه اچوونکي د چين د پرمختګ پر راتلونکې باور لري. لاملونه يې داسې دي: لومړی، چين لوی بازار لري. دوهم، د چين بازار فعال دی. درېيم، د چين بازار ثابت دی.

د چين د سوداګريز چاپيريال په مناسبت په چين کې د امريکايي سوداګرو ټولنې لخوا د پلټنې د نتېجې له مخې، په ټولپوښتنو کې ٪۸۰ امريکايي ګډون کوونکي شرکتونه په دې نظر دي چې په چين کې د پانګونو چاپيريال ښه شوی دی. د ٪۶۲ تصديو په نظر چين په ټوله نړۍ کې د پانګه اچولو تر ټولو لومړۍ موخه ده او يا په مخکښ درېيو موخو کې دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای