CRI Online

د م م د لومړۍ کچې اقتصادپوه الليوټ هاريس: د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اصطکاک له امله د نړيوال اقتصاد د نرمښت خطر زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-21 20:33:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د لومړۍ کچې اقتصادپوه الليوټ هاريس په وروستيو ورځو کې د سينهوا اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين او امريکا تر منځ اقتصادي اصطکاک به پر هغو هېوادونو باندې منفي اغيزې وکړي چې په نړيواله سوداګرۍ کې يې ګډون کړی دی. هغه له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې بېلا بېلې خواوې دې خپل کوښښونه وکړي تر څو اړوندې مسئلې د نړيوالو مقرراتو له لارې حل شي او که حل نه شي، د نړيوال اقتصاد عمومي فعاليتونه به اغېزمن شي.

الليوټ هاريس اوس هم د اقتصادي پرمختيايي چارو په اړه د م م سرمنشي د مرستيال په توګه دنده پر غاړه لري. هغه وويل چې چين او امريکا تر اوسه پورې هېڅ تړون نه دی لاسليک کړی او دا ډېر خواشينی خبره ده. ځکه چې د چين او امريکا تر منځ اقتصادي اصطکاک به نه يوازې پر دغو دوو هېوادونو باندې به هم اغيز وکړي بلکې پر هغو نورو هېوادونو باندې اغيز وکړي چې د نړيوالې سوداګرۍ په سيسټم کې يې ګډون کړی دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای