عکس: مالوماتي عکس دی
د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بريټانيا صدراعظمې تريسا مې د مې په ۲۱مه نېټه وويل چې د روان کال د جون په پيل کې به له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو تړون قانوني مسوده پارلمان ته وړاندې شي چې پکې د دې مسودې د تائيدولو د ټولپوښتنې په اړه برخه شامله ده.نو د بريټانيا پارلمان به په هغه وخت کې پرېکړه وکړي چې ايا د ټولپوښتنې له لارې دغه قانوني مسوده ومني او که نه.
د بريټانيا د صدارت ماڼې له دې نه مخکې اعلان وکړ چې د جون په پيل کې به ياده قانوني مسوده د دغه هېواد پارلمان ته وړاندې شي او په اړه به يې رايه ورکونه تر سره شي.د دغې قانوني مسودې موخه دا ده چې د قانوني پروسې له لارې له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو تړون د بريټانوي قوانينو د يوې برخې په توګه وټاکل شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |