CRI Online

عراق به د امريکا او ايران ترمنځ د ترينګلتيا د کمولو لپاره خپل پلاوي وليږي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-22 09:47:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي د مې په ۲۱مه نېټه وويل چې عراق به د امريکا او ايران ترمنځ د ترنګلتيا د کمولو لپاره دغو دوو هېوادونو ته پلاوي وليږي.

نوموړي په همدې ورځ د کابينې تر يوې غونډې وروسته وويل چې عراق د يادو دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينګلتيا د کمولو لپاره هڅه کوي او د دغو هېوادونو له لوړ پوړيو چارواکو سره تماس نيسي تر څو د امريکا او ايران ترمنځ ترينګلتيا کمه شي.عراق به په دې بحران کې له يوې خوا څخه د ملاتړ ترڅنګ له بلې خوا سره مخالفت ونه کړي او يوازې دغو دوو هېوادونو ته به اړوند معلومات وړاندې کړي.اوس امريکا او ايران يو له بل سره د جګرې د پيلولو نيت نه لري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای