CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: حقيقت دا دی چې بهرنۍ تصدۍ د چين د بازار په اړه لا خوشبينې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-22 10:55:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امريکا په دې وروستيو ورځو کې وويل، دا چې امريکا پر چين نور زيات ګمرګي ماليات لګولي، اړوند شرکتونه به خپلې توليدي فابريکې له چين څخه نورو هېوادونو ته انتقال کړي. په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ وويل، حقيقت دا دی چې بهرنۍ تصدۍ د چين د بازار په اړه لا خوشبينې دي. چين تل د بهرنيو تصديو هرکلی کوي چې په دغه هېواد کې متقابلې همکارۍ وکړي.

نوموړي په همدې ورځ په خپل نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، امريکا تجارتي مقررات خراب کړي دي، داسې کړنو د چين او امريکا په شمول نړيوالو بازارونو پر وړاندې موانع جوړې کړې. خو هره تصدي به د اقتصادي پيشګويۍ له مخې د خپلې پانګونې برخې وټاکي. سره له دې چې له تېر کال راهيسې امريکا چين ته ګواښ کړی چې پر چيني توليداتو به ګمرګي ماليات زيات کړي، ډېرې بهرنۍ تصدۍ لا غواړي په چين کې پانګونه وکړي. اوس نړيوال اقتصاد په نا ثابت حالت کې دی، بهرنيو تصديو د حقيقي عملياتو له لارې خپله رويه او د چين د اقتصاد په اړه کلک باور څرګندکړ. چين تل د بهرنيو تصديو هرکلی کوي چې په دغه هېواد کې متقابلې همکارۍ وکړي او د بهرنيو پانګوالو لپاره به ثابت، عادلانه، شفاف او مطلوب سوداګريز چاپيريال برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای