CRI Online

د قرغېزستان ولسمشر سرونبای جينبيکوف له وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-22 10:40:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د قرغېزستان ولسمشر سرونبای جينبيکوف د مې په ۲۱مه نېټه په بېشکېک کې د چين د دولتي شورا له غړي يعنی د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل.

جينبيکوف له وانګ يي څخه غوښتنه وکړه چې د ده نيکې هيلې او سلامونه رئيس شي جين پينګ ته ورسوي. هغه وويل، چين د قرغېزستان هر اړخيز ستراتيژيکو همکار هېواد دی، په اوږدو مودو کې يې قرغېزستان ته بې غرضه مرستې برابرې کړې، هيڅکله يې په زور سره خپل افکار پر نورو هېوادونو باندې نه دي تپلي، د قرغېزستان واقعي ښه ګاونډی هېواد، دوست او همکار دی. قرغېزستان په ټينګه د يو چين د پېژندنې دريځ ساتي، په شينجيانګ کې له ترهګرو سره د چين مبارزې ملاتړ کوي او د تندلارۍ ،ترهګرۍ او بېلتون غوښتونکو پرضد په مبارزه کې به له چين سره همکاري وکړي. قرغېزستان به د خپل پرمختګ ستراتيژي د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو له غوښتنې سره ونښلوي او د تجارت، ترافيک، کرنې، ديجيتالي او معلوماتي چارو په ساحه کې به له چين سره همکاري پياوړې کړي. قرغېزستان په بېشکېک سرمشريزه غونډه کې د شي جين پينګ ګډون کولو او له قرغېزستان څخه د ده ليدنې ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو د لوړېدو لپاره له چين سره ګډ کوښښونه وکړي.

وانګ يي جينبيکوف ته د شي جين پينګ نيکې هيلې وويلې او و يې ويل، د چين او قرغېزستان تر منځ دوستي لرغونی تاريخ لري. چين هيڅکله د قرغېزستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او تل تر تله د قزغېزستان د پرمختګ لارې، ټولنيز ثبات، اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند سويې د ښه والي ملاتړ کوي. چين هيله لري چې له قرغېزستان سره په ګډه وده او پرمختګ وکړي. چين د تايوان او شينجيانګ په باب د چين د مرکزي ګټو د ساتني په برخه کې د قرغېزستان له ملاتړ څخه مننه کوي او غواړي چې د سياسي اعتماد د ټينګولو، د امنيتي همکارۍ د ژورتيا، د تندلارۍ، ترهګرۍ او بېلتون غوښتونکو پر ضد مبارزې لپاره ګډ کوښښونه وکړي. چين به د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د تجارت، کرنې او حمل و نقل په ساحه کې له قرغېزستان سره همکاري ژورې کړي او د قرغېزستان د پرمختګ او ابادۍ لپاره به دوامدار ملاتړ برابر کړي. چين هيله لري چې د قرغېزستان له لوړپوړو چارواکو سره تګ راتګ ژور کړي او په ګډه د شانګهای د همکارۍ سازمان د بېشکېک سرمشريزې غونډې د بريالي کېدو لپاره کوښښونه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای