CRI Online

چين په لومړي ځل له اروپايي ټولنې سره د ملکي هوانوردۍ په برخه کې تړونونه لاسليک کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-22 11:01:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د ملکي هوانوردۍ ادارې مشر فنګ جنګ لين د مې په شلمه نېټه په بروکسيل کې د اروپايي ټولنې د رئيسه هېواد استازي او په دې ټولنه کې د رومانيا سفير لومينيتا تيودورا اودبيسکو او د ترانسپورټي چارو په هکله د اروپايي ټولنې غړي ويليتا بولک سره په ګډه د چين ولسي جمهوريت د حکومت او د اروپايي ټولنې ترمنځ د ملکي هوانوردۍ امنيتي تړون او د الوتنو په هکله دوه اړخيز تړون لاسليک کړ.

دا لومړی ځل دی چې چين د ملکي هوانوردۍ په برخه کې له اروپايي ټولنې سره تړونونه لاسليک کړي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای