CRI Online

په کينيا کې د چين سفير: هيڅ هېواد له چين سره د همکارۍ له امله د پور په بحران کې نه دی راغلی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-22 14:52:55

د کينيا د اېډېتيرانو ټولنې پر ځايي وخت د مې په ۲۱مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه نايروبي کې په ميډيا پرېس کلب کې شپږمه غونډه تر سره کړه. په کينيا کې د چين سفير وو پنګ د دغه هېواد خبري رسنيو ته د يو کمربند او يوې لارې د دوهمې دورې په نړيوال همکاريز سرمشريز فورم کې د چين او کينيا تر لاسه شوي برياليتوبونه معرفي کړل او د کينيا خبريالانو اندېښنو او پوښتنو ته يې ځوابونه وويل. هغه په خپلو خبرو کې وويل چې له چين سره د همکارۍ له امله هيڅ هېواد د پور په بحران کې نه دى راغلى.

وو پنګ په همدې ورځ په ياده غونډه کې وويل چې د چين او کينيا ترمنځ ديپلوماتيکې اړيکې ۵۶ کلن تاريخ لري. دا اړيکې د يوې لويې ونې په شان ژورې رېښې لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي باور او په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ په پر له پسې توګه پياوړې شوي او د چين او کينيا ترمنځ اړيکې هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې شوې دي. په ۲۰۱۸ کال کې په غير مالي برخو کې په کينيا کې د چين مستقيمې پانګونې ۲ چنده زياتې شوي چې ۵۲۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې دي. اوس په کينيا کې د چين د تصديو شمېر له ۴۰۰ څخه اوښتی دی او د دې هېواد لپاره يې زرګونه کاري فرصتونه برابر کړي دي.

وو پنګ په خپلو خبرو کې وويل چې هغه له ځايي رسنيو څخه اوريدلې چې بهرني پورونه د کينيا پر اوږو بارونه ايښي دي چې په دې پورونو کې د چين پور هم شامل دی. نوموړي په ټينګار سره وويل چې له چين سره د همکارۍ له امله هېڅ هېواد د پور بحران کې نه دی راګير شوی.

د کينيا په څير پرمختيايي هېوادونو ته د چين پانګې د پرمختګ لپاره دي. چين د پور دوام ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د پور ورکولو څخه مخکې چيني شرکتونه او بانکونه او حتی درېيمه خوا د پروژې امکانات او ارزونې ترسره کوي او د کريډيټ درجه يې ارزوي. له مومباسا څخه تر نايروبي پورې د اوسپنيزو لارو په شان پر لويو پروژو لګېدلې پانګې څه موده وروسته تر لاسه شي ، خو دا يو باوري او مؤثره شتمني ده چې ارزښت يې د وخت په تېرېدو سره وده ومومي. په اوږد مهال کې ياده پروژه د کوربه هېواد لپاره ګټوره تحاميږي.

د چين او کينيا ترمنځ همکاريزو نتيجو کې د مومباسا او نايروبي تر منځ د اوسپنيزو لارو پروژه نه يوازې د يو کمربند او يوې لارې ستره پروژه ده، بلکې د کينيا ولسمشر په قول د غير معمولي لاسته راوړنو او ملي وياړ يوه افسانه هم ده.

وو پنګ د يو کمربند او يوې لارې په دوهم نړيوال همکاريز فورم کې د چين او کينيا د همکاريو نوی لاسته راوړنې هم معرفې کړې.هغه وويل چې د ګډې اعلاميې په ضميمه کې د کينيا او ګاونډيو هېوادونو لپاره ۲ پروژې شاملې دي، يعنې د لامو بندر ، جنوبي سوډان او ايتوپيا ترمنځ ټرافيکي لار او د شمالي افريقا چينل. په دې برخه کې چين او کينيا هم يو لړ موافقه ليکونه لاسليک کړي. د سوداګرۍ په اړه وو پنګ وويل چې چين له کينيا سره سوداګريز مثبت توازن نه غواړي. چين به د کينيا له حکومت سره نژدې همکارۍ وکړي ترڅو چين ته د کينيا د زراعتي محصولاتو صادرول پراخ شي.

د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز اصطکاک د يادونې په وخت کې وو پنګ وويل چې چين تل پر دې ټينګار کړی چې د خبرو اترو او سلامشورو له لارې توپيرونه لرې کېدای شي، خو سلامشورې بايد يو اړخيزې نه وي،بايد د مساواتو پر بنسټ وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای