CRI Online

د امريکا د ځينو ايالتونو مشرانو پر دې نيوکه وکړه چې د سپينې ماڼۍ تجارتي تګلارې د دغه هېواد اقتصاد ته منفي اغيزې رسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-24 14:43:21

د چين د ولايتونو او د امريکا د ايالتونو د مشرانو پنځم فورم پر ځايي وخت د مې له ۲۲مې نيټې څخه تر ۲۴مې نيټې پورې د امريکا د کينتاکي ايالت په ليکسينګتون ښار کې تر سره شو. د کينتاکي ايالتي مشر ماټ بيوين، د واشنګټن ايالتي مرستيال مشر سيروس حبيب او د ځينو نورو ايالتونو مشرانو د فورم په موده کې پر دې نيوکه وکړه چې د امريکا حکومت ناثابتې تجارتي تګلارې د دغه هېواد اقتصاد ته منفې اغيزې رسوي او د لا زياتو ايالتونو د حکومتونو هڅونه به وکړي چې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.

په ياد فورم کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي اړيکو، د ښوونيزو چارو او کولتورونو، د پرمختللو صنعتي چارو، د بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ، د پانګونو او انټرنيټي سوداګريزو چارو په شمول په يو لړ موضوعاتو بحثونه وشول. په امريکا کې د چين لوی سفير څوی تيان کای، د چين د خلکو د بهرنيو دوستۍ ټولنې او د چونګ چينګ ښار، شان شي او جيانګ شي او ګان سو ولايتونو مسئولينو، په امريکا کې د کينتاکي، تينيسي او کولورادو په شمول د ځينو ايالتي مشرانو په دغه فورم کې ګډون کړی و.

 

دغه فورم د امريکا حکومت لخوا په يوه اړخيزه توګه د چين او امريکا تر منځ د سوداګريز اصطکاک د لوړېدو په حال کې تر سره شو. د امريکا د ځينو ايالتونو مسئولينو څرګنده کړه چې د امريکا ناثابتې تجارتي تګلارې امريکايي تصديو ته زيات توانونه رسولي او رسوي يې. د کينتاکي ايالتي مشر ماټ بيوين وويل چې د امريکا حکومت د ناثابتو تجارتي تګلارو له امله د دغه هېواد تصدۍ له ستونزو سره مخامخ دي. که تصدۍ وغواړي چې د پانګونې پلان جوړ کړي، خو د تجارتي تګلارو د ناثبتوالي له امله د پانګونې ټاکلی پلان نه شي جوړولی، نو په داسې حالت کې به د فرصتونو بيې د تصديو لخوا ورکول کيږي.

د واشنګتن ايالتي مرستيال مشر سيروس حبيب وويل چې د امريکا حکومت ناثابتې تګلارې د واشنګټن په ايالت کې تصديو او خلکو ته هيڅ ګټې نه رسوي. زه په دې پوهيږم چې زموږ په ايالت کې تصدۍ او ولسونه د چين او امريکا تجارتي مسئلې ته ډېره پاملرنه کوي. ځکه چې واشنګټن ايالت چين ته د صادراتو په ساحه کې يو لوی ايالت دی، نو د روان تجارتي اصطکاک له امله زموږ زياتو تصديو ته ډېر تاوانونه رامنځته شوي دي.

په تېر څه دپاسه يو کال کې چين او امريکا د اقتصادي او تجارتي مسئلو په هکله څو ځلې سلامشورې وکړې، خو د امريکا حکومت د روانې مياشتې په پيل کې له چين څخه امريکا ته پر چيني صادراتو د ګمرکي تعرفي د زياتوالي تګلاره غوره کړه چې له امله يې د دواړو خواوو تر منځ تجارتي اړيکې يو ځل بيا ترينګلې شوې. دغه راز په وروستۍ موده کې په لويديځو هېودونو کې د تش په نامه د چين او امريکا د اقتصادي اړيکو د پري کېدو نظريه خپره شوه. په دې هکله د کينتاکي ايالتي مشر ماټ بيوين وويل چې د چين او امريکا تر منځ تجارتي اړيکې به پری نه شي. ولی؟ ځکه چې د تجارت په برخه کې امريکا له چين څخه او چين له امريکا څخه نه شي جلا کېدای. دا واقعيت دی. امريکا د چين توليدات خوښوي او چينايان د امريکا توليدات او خدمتونه يې هم خوښوي. موږ يو بل ته اړتيا لرو. يوه قوې چين د امريکا لپاره، يو قوي امريکا د چين لپاره ګټور دي.

د واشنګټن ايالتي مرستيال مشر سيروس حبيب وويل چې د چين او امريکا تر منځ د تجارتي اړيکو پري کېدل د دواړو هېوادونو د خلکو له هيلو سره سمون نه لري. خلک غواړي چې لا زياتې تجارتي ګټې خپلې کړي. هر تن خپله ښيګنه لري او بايد يو له بل سره د نظريو تبادله وکړي. موږ بايد د خنډونو کموالي لپاره هلې ځلې وکړو. دا رښتني حقيقت دی او د چينايانو او د واشنګټن ايالت او د کينتاکي ايالت د ټولو خلکو ګډه هېله ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای