د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شوي د مې په ۲۳مه نېټه په وسلوالو شخړو کې د عامو خلکو د امنيت ساتنې په اړه د م م د امينت شورا په علنۍ غونډه کې وغوښتل چې د شخړو ټينګ مخنيوی دې وشي او د عامو خلکو د امنيت ساتنې مسئله بايد له بيخه حل شي.
هغه وويل، سږکال د ژنيو تعهدنامې د تصويب کېدو ۷۰مه کليزه او په وسلوالو شخړو کې د عامو خلکو د امنيت ساتنې په اړه د امنيت شورا د اجنډا د جوړېدو ۲۰مه کليزه ده. خو لا هم په جنګونو او وسلوالو شخړو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوړي او د شخړو د ښکېلو لورو په پرتله عام وګړي ډېره قرباني ورکوي. نړيوال امنيتي حالات لا سخت دي. په ځينو سيمو کې اوس هم وسلوالې شخړې دوام لري چې زيات عام خلکو ته پکې مرګژوبله رسېږي. کاري او موثر تدابير بايد ونيول شي څو چې په شخړو کې د عامو خلکو امنيت وساتل شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |