د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې د چين د چونګ چينګ ښار کای جو سيمې کې د بېوزلې له منځه لاړه. ۴۲ کلن تو جيا يو د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې خپل ټاټوبي ته ستون شو او هلته يې يو شرکت جوړ کړ. نوموړي په کای جو سيمه کې د شو تنګ په نوم د تکنالوژۍ شرکت جوړ کړ چې په ځانګړې توګه د وړکتون د تاسيساتو جوړونې او څېړنې او د توليداتو خرڅلاو او يو لړ نور خدمتونه تر سره کوي.
اوسمهال د شو تنګ تکنالوژۍ شرکت ۴۶ کارکوونکي لري چې په کې ۳۰ تنه د کای جو ځايي وګړي دي. په ۲۰۱۸ کال کې د دغه شرکت لخوا د ښوونې تدريسي توکي يوه ځايي وړکتون ته ورکړل شول چې د وړکتون او زده کوونکو لخوا يې تور هرکلی وشو.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |