CRI Online

څوی تيان کای: پر مساوي بنسټ سلامشوره، تبادله او ډيالوګ د چين او امريکا تر منځ توپيرونو د حل لپاره يوازينۍ لاره ده

cri     (GMT+08:00) 2019-05-25 16:05:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په امريکا کې د چين سفير څوی تيان کای په ځايي وخت کې د مې په ۲۴مه نېټه د امريکا د بلومبرګ تلويزيون د امريکايي سهارنو خبرونو سره په مرکه کې وويل،د چين او امريکا ترمنځ توپيرونه يوازې پر مساوي بنسټ د سلامشورې، تبادلې او ډيالوګ له لارې بايد حل شي.

نوموړي د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي سلامشورې د نا ثباتۍ په برخه کې وويل، ځکه چې امريکا هميشه خپل دريځ بدلوي، نو د دواړو هېوادونو اقتصادي او تجارتي سلامشوره نا ثابته ده. چين تل خپل دريځ ساتلی دی، خو امريکا هميشه دريځ بدلوي.

څوی تيان کای وويل، چين لا باور لري چې پر مساوي بنسټ سلامشوره، تبادله او ډيالوګ د دواړو هېوادونو تر منځ توپيرونو د حل لپاره يوازينۍ لاره ده. چين به په دې برخه کې هڅې او هلې ځلې وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای