CRI Online

د هوا وې شرکت غوښتنه کوي چې د همکارۍ او د عاقلانه معرفت پر بنسټ د ډيجټلي امنيت له ننګونو سره مقابله وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-25 16:06:06

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د هوا وې شرکت مرستيال مشر هو هو کون د جرمني په پوټسدام کې د دولتي انټرنيټ د امنيت په هغه غونډه کې چې د مې له ۲۳مې نيټې څخه تر ۲۴مې نيټې پورې تر سره شوه، غوښتنه وکړه چې بايد د همکارۍ او د عاقلانه معرفت پر بنسټ د ډيجټلي امنيت له ننګونو سره مقابله وکړي.

هو هو کون په غونډه کې وويل، د ډيجټلي ساينس او تخنيکونو چټکې پرمختياوې د زياتو نويو امنيتي ننګونو سبب شوی او هيڅوک، هيڅ تصدۍ او هېواد په يوازې توګه له دغو ننګونو سره مقابله نه شي کولی. هيله ده چې اړوندې خواوې د عاقلانه معرفت پر بنسټ د واقعيتونو له مخې د خطرونو ارزونه وکړي او په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای