CRI Online

د جون بولتون په شان د امريکا ډيپلوماتان د دغه هېواد ډيپلوماسۍ له کنټرول نه وتلي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-25 20:49:59

د امريکا د سمندري پوځ د نظامي اکاډمۍ پروفيسر توم نيکولس په دې وروستيو ورځو کې د ننني امريکا په ورځپاڼه کې د يوې ليکنې په خپرولو سره په دې وروستۍ موده کې د امريکا د ډيپلوماتيکو چارو په هکله ارزونه وکړه او هغه نتيجه يې تر لاسه کړه چې د امريکا ډيپلوماتيکې تګلارې له کنټرول نه وتلې دي. دا د پام وړ ده چې د دولتي امنيت چارو په هکله د ولسمشر مرستيال جون بولتون په دې وروستيو ډيپلوماتيکو چارو کې هميشه تر سترګو کيږي.

جون بولتون د خپلې دندې له پيل څخه راپدې خوا د امريکا د ملي دفاع وزارت هڅونه کړې چې د ايران په وړاندې پوځي پلان جوړ کړي، د فارس خليج د کلابندۍ لپاره يې زيات سرتيري ليږلي، د ونزويلا په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې، پر روسيې او چين باندې يې بې بنسټه نيوکې کړې. د بولتون له دغو کړنو څخه څرګندېږي چې د توم نيکولس انديښنې لاملونه لري. د بولتون په لارښوونه د امريکا ډيپلوماسي د وحشي آس په شان له کنټرول نه وتلې ده.

په امريکا کې د باز ډلې د استازي په توګه کله چې بولتون په م م کې د دغه هېواد د دايمي استازي دنده پر غاړه درلوده، ويلي چې امريکا يوازې هغه وخت چې په خپله اړتيا ولري، د م م د رول ملاتړ کوي. د امريکا په هکله يوازينۍ مسئله د دغه هېواد له ګټو سره سمون خوړل دي. برسيره پر دې هغه څو څو ځله د امريکا په عمده خبري رسنيو کې څرګنده کړې ده چې بايد د کوريا پر ديموکراتيک ولسي جمهوريت او ايران به پوځي بريدونه وشي.

د امريکا د ولسمشرۍ کانديد بيرني سانديرس لږه موده مخکې ويلي و چې امريکا مخکې د دروغ په پلمه په عراق کې جګړه پيل کړه. بولتون د دغې جګړې يو لمسونکی و. اوس هغه بيا غواړي امريکا په ايران کې جګړه پيل کړي.

په واقعي توګه نه يوازې بولتون، بلکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د سپينې ماڼۍ د سوداګرۍ کمېټې مدير پيتير ناوارو په شمول د باز ډلې د سپينې ماڼۍ ډيپلوماتيکې تګلارې کنټرولوي او تل غواړي امريکا په نړۍ تسلط ولري.

د اقتصاد د نړيوال کيدو، د سياست د څو قطبييز کيدو او د ټولنيزو مالوماتي کيدو په بهير کې د واکونو نړيوال جوړښت او نړيوال نظام په تېرو ۳۰ کلونو کې تنظيم شوی دی. پرمختيايي هېوادونو په پر له پسي ډول پرمختګ موندلی په ځانګړې توګه سمسور بازاري هېوادونه د نړيوال اقتصاد د زياتوالي عمده انجن ګرځيدلي دي. چين د تېر کال په دسمبر کې په راتلونکې کې د اقتصاد د نړيوال جوړښت د بدلون او د چين د ستراتيژيکو ټاکنو په هکله راپور خپور کړ او په کې يې اټکل کړی چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د پرمختيايي هېوادونو جي ډي پي له پرمختللو هېوادونو څخه اوښتې وي او په نړيوال اقتصاد او پانګونو کې نژدې ۶۰ سلنه برخه به ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای