د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د مې په ۲۵مه نېټه د عراق پلازمېنې بغداد ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې دوه ورځنۍ ليدنه پيل کړه. د خبر له مخې، ظريف به د عراق له مشرانو سره د امريکا او ايران ترمنځ د خړوپړو حالاتو په اړه خبرې اترې وکړي.
د عراق ملي تلويزيون په همدې ورځ خبر ورکړ، چې ظريف به د عراق له ولسمشر، صدراعظم، د ملي پارلمان مشر او د بهرنيو چارو وزير سره ليدنې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا، د اوسنيو سيمه ييزو حالاتو د پرمختګ او د امريکا او ايران ترمنځ د خړوپړو اړيکو په برخو کې به خبرې اترې وکړي. د نورو معلوماتو له مخې، د عراق د ملي پارلمان مشر محمد الحلبوسي په همدې ورځ وويل، عراق له امريکا او ايران سره نژدې اړيکې لري، که عراق ته بلنه ورکول شي، نو به د امريکا او ايران ترمنځ د خړوپړو حالاتو په اړه منځګړيتوب وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |