د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د نړيوالې لويې ډيټا (big data)چارو د ۲۰۱۹ کال نندارتون د مې په ۲۶مه نېټه د ګوې جو ولايت په ګوې يانګ ښار کې پرانيستل شو چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ورته د مبارکۍ پيغام واستوه.
شي چين پينګ وويل چې اوسمهال د انټرنيټ، لويې ډيټا، مصنوعي ځيرکۍ په استازيتوب د نوي نسل مالومات او تخنيکونه د چټکې پرمختيا په حال کې دي چې د بېلا بېلو هېوادونو اقتصادي پرمختيا، ټولنيزو پرمختګونو او د خلکو ژوند باندې به سترې او ژورې اغيزې ولري.
هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين د لويې ډيټا چارو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره د ډيجيټلي اقتصاد د پرمختيا فرصتونه شريک کړي او د نويو تخنيکونو، چارو او شکلونو له لارې په ګډه د پرمختيا نوې انجن او لارې ولټوي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |