CRI Online

د کمبوديا د ولسي ګوند مشر او د حکومت لومړي وزير هون سن د چين د کمونېست ګوند له هيئت سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-26 16:09:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کمبوديا د ولسي ګوند مشر او د حکومت لومړي وزير هون سن د مې په ۲۴مه نېټه په پلازمېنه پنوم پنه کې د چين د کمونېست ګوند له هيئت سره وکتل. دغه هيئت د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د نړيوالو اړيکو څانګې مرستيال وانګ يا جون په مشرۍ دی.

هون سن په ياده ليدنه کې وويل، کمبوديا هيله لري چې په بېلابېلو برخو کې د دوو ګوندونو او د دواړو هېوادونو همکارۍ او تبادلې ټينګې کړي او د کمبوديا او چين د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته وده ورکړي. وانګ يا جون وويل، چين غواړي له کمبوديا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلي کړي، د يو کمربند او يوې لارې همکارۍ ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ژورې کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای