CRI Online

د ارمنستان ولسمشر سيرځ سارکيسيان له وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-27 10:29:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ارمنستان ولسمشر سيرځ سارکيسيان د مې په ۲۶ مه نېټه د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چين د دولتي شورا له غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل.

ولسمشر سيرځ سارکيسيان له وانګ يي څخه غوښتنه وکړه چې رئيس شي جين پينګ ته د ده نيکې هيلې او سلامونه ورسوي. هغه وويل چې د ارمنستان او چين تر منځ دوستي اوږد تاريخ لري او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستي ټينګه ده. ارمنستان د چين مقام ته په درنه سترګه ګوري. د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ وړانديز يو ستر وړانديز دی او دا به د نړۍ د بدلون لپاره د يوې سترې پروژې رول ولري. ارمنستان غواړي په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ کې ګډون وکړي او د ګډې ابادۍ په ترڅ کې يو مهم همکار وګرځي. ارمنستان هرکلی کوي چې د هوا وی په شمول چيني شرکتونه د ارمنستان په دولتي پرمختيايي جوړېدو کې ګډون وکړي او په عين وخت کې هم غواړي له چين سره د مالونو د ليږد راليږد، د کانونو استخراج او د بنسټيزو تأسيساتو د جوړېدو په شمول په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي. ارمنستان د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې او د دوه اړخيزې همکارۍ د ښې راتلونکې په اړه باور لري.

وانګ يي ولسمشر سيرځ سارکيسيان ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل. وانګ يي وويل، چين به په دوامراره توګه په ارمنستان کې د چيني تصديو پانګونې وهڅوي او د ارمنستان پرمختيايي جوړېدو سره به مرسته وکړي. چين غواړي د متقابل پيوستون د نړيوالې همکاريزو اړيکو د جوړېدو له امله په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ نوي پرمختګونه ومومي.

وانګ يي په همدې ورځ د ارمنستان له صدراعظم نيکول پاشينيان سره هم کتنه وکړه او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير زوهراب مناتساکانيان سره يې خبرې اترې وکړې.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای