CRI Online

د پاکستان صدراعظم ناريندرا مودي ته د هند د لومړي وزير د بيا ټاکل کېدو له امله مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2019-05-27 10:39:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند د بهرنيو چارو وزارت د مې په ۲۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د پاکستان صدراعظم عمران خان په همدې ورځ د ټليفون له لارې د هند صدراعظم ناريندرا مودي ته يو ځل بيا د هند د صدراعظم په توګه ټاکل کېدو له امله مبارکي وويله او د دواړو هېوادونو د خلکو د ژوند سويې د لوړوالي لپاره يې د ګډو کوښښونو هيله څرګنده کړه.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې مودي په ټيلفوني خبرو کې له عمران خان څخه د مبارکۍ ويلو له امله مننه وکړه او و يې ويل چې د دواړو هېوادونو د ګاونډيتوب حق تائيدوي، دواړه هېوادونه دې د بېوزلۍ د له منځه وړلو، يو له بل سره د اعتماد د ټينګولو او له سيمې څخه د زورزياتي او ترهګرۍ د پاکولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

عمران خان له دې مخکې په ټوټير کې په ټاکنو کې د مودي تر مشرتابه لاندې د بهارتيا جناتاګوند برياليتوب له امله مبارکي ويلې او د هند له نوي دوره حکومت سره د همکارۍ هيله يې څرګنده کړې. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای