CRI Online

د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې ټولنې مشرې : د امريکا اقتصادي برلاسۍ څو اړخيز سوداګريز نظام تر پښو لاندې کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-27 10:53:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې ټولنې مشرې ګاو يان په دې وروستيو کې د چين او امريکا تر منځ د تجارتي اصطکاک په باب د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

هغې دې ته اشاره وکړه چې د امريکا اقتصادي برلاسۍ د چين او امريکا تر منځ پر تجارتي سلا مشورو سخته ناوړه اغيزه اچولې، څو اړخيز سوداګريز نظام يې تر پښو لاندې کړی ، نړيوال مسلکي سيستم يې سخت ګواښلی، د بازار د سيالۍ له اصولو، بنسټيز سوداګريزو اخلاقو او د اقتصاد د نړيوال کېدو له بهير سره په ټکر کې دي. پر چيني توليداتو باندې د تعرفو د زياتوالي يوه پلمه د چين او امريکا تر منځ نابرابري ده. د امريکا د شمېرنې څيړنيزه لار له حقيقت څخه لېرې ده. که په چين کې د امريکا ټول شرکتونه او په امريکا د چين ټول شرکتونه تر څيړنې لاندې وي، له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې له چين سره د امريکا مثبت توازن ارزښت له ۱۴ مليارډو امريکايي ډالرو څخه ۱۶۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته زيات شوی. د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ تجارتي اصطکاک نوی نه دی رامنځته شوی، بلکې له پخوا راهيسې موجود دی. اقتصادي پرابلمونه سياسي کېدل سم نه دي، بل هېواد تر پښو لاندې کول هم ډېر ناوړه عمل دی.

هغې وويل، د چين او امريکا تجارت له ډېرو کلونو پرمختګ څخه دا څرګندېږي چې د چين او امريکا تجارت سره نژدې اړيکې لري. که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ تجارتي اصطکاک سخت شوی دی، خو ۹۰٪ امريکايي شرکتونه چين يو مهم بازار په توګه ګوري، ۹۵٪ امريکايي شرکتونه څرګندوي چې په چين کې به خپلې پانګونې وساتي يا زياتې کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای