د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، په چين کې د ۲۰۱۹ کال د ساينس او تکنالوژۍ اوونۍ په نوم فعاليت د مې په ۲۶ مه نېټه پای ته ورسيد. د چين په بېلابېلو ځايونو کې د دغې اوونۍ پر مهال خلکو ته د ساينس او تکنالوژۍ په اړه د معلوماتو د ورپېژندلو په موخه له ۲۱۰۰۰ څخه زيات فعاليتونه ترسره شول او تر۳۱۰ مليونو ډېر خلک يې راجلب کړل.
د يادې اوونۍ پر مهال د ساينس او تکنالوژۍ د څېړنو او نوښت په برخه کې د چين يو لړ لاسته راوړنې د شکل او يا په خپله اصلي بڼه کتوونکو ته وښودل شوې. دغه راز د هېواد يو شمېر پوهنتونه،څېړنيز مرکزونه او لوی دولتي لابراتوراونه هم عامو خلکو ته خلاص شول.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |