CRI Online

حسن روحاني وايي چې د امريکا د بنديزونو له کبله د ايران باروړونکې بېړۍ د هيڅ هېواد په بندر کې نه شي تمېدای

cri     (GMT+08:00) 2019-05-27 11:24:57

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د ايران ايرنا خبري اژانس د مې په ۲۶ مه نېټه دغه هېواد د ولسمشر حسن روحاني په قول خبر ورکړ چې امريکا پر ايران بې ساري بنديزونه لګولي دي، د ايران نفت وړونکې بېړۍ د امريکا د څارګري سپوږمکۍ تر نظارت لاندې دې او بار وړونکې بېړۍ يې د هيڅ هېواد په بندر کې نه شي تم کېدای.

حسن روحاني د مې د ۲۵ مې نېټې په شپه د وينا پر مهال وويل چې ياد حالت د ايران د اسلامي انقلاب له رامنځته کېدو وروسته نه و رامنځته شوی، خو ايران به د دې پر وړاندې سر ټيټ نه کړي. د ايرانيانو متقابل اعتماد او يووالی د ايران پر اقتصاد د امريکا لخوا د تپل شوې جګړې د ماتېدو لپاره ضروري شرط دی. ايران کافي مالونه ذخيره کړي دي او حکومت به د خلکو ژوند په لازياتو ستونزو کې نه پرېږدي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای