د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې د چين د انساني سرچينو د خدمتي چارو تصديو عمومي عايدات ۱۷۷۰ مليارد يوانه و چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲.۶۹٪ زيات شوي او په پرله پسې درېيو کلونو کې له ۲۰٪ څخه کلنی لوړوالی ساتلی دی.
د مالوماتو له مخې، د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې په چين کې د انساني سرچينو د خدمتي سازمانونو شمېر ۳۵زرو ۷۰۰ ته رسېدلی او د تېر کال په پرتله ۵زرو ۵۴۱ زيات شوي دي. په ۲۰۱۸ کال کې د بېلا بېلو انساني سرچينو خدمتي سازمانونو له ۲۲۸ مليونو کسانو سره د کار پيدا کولو او بدلونونو په اړه مرستې کړې او ۳۶ مليونو ۶۹۰ زرو ارګانونو ته يې خدمتونه وړاندې کړي دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |