CRI Online

چين به د اوږد مارش په روحيې سره به د امريکا بنديزونه مات کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-27 16:18:06

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پدې وروستيو ورځو کې د دغه هېواد له جيانګ شي ولايت څخه د کتنې پر مهال د يادګر پر هغه ځانګړي څلي د ګلانو ګيډۍ کېښودې چې د ۱۹۳۴ کال په اکتوبر کې د چين د کارګرو او بزګرانو د سرو ځواکونو لخوا د 25000 کيلومترو په اوږدوالي اوږد مارش د پيلېدو د يادګار په توګه جوړ شوی، نوموړي همدارنګه زياته کړه چې د اوږد مارش روحيه به تل پاتې وي.

ډېرو بهرنيو رسنيو په خپلو رپوټونو کې د شي جين پينګ د يادې کړنې او څرګندونې په اړه داسې ليکلي چې چين هوډ کړی چې د اوږد مارش په روحيې سره به د دغه هېواد پر سوداګريزو، تخنيکي او پوځي چارو او کلتوري تبادلې د امريکا بنديزونه مات کړي او هېواد ته به نوی پرمختګ ورکړي.

نړيوالې ټولنې په چين کې د کارګرو او بزګرانو د سرو ځواکونو اوږد مارش يو له هغو مهمو کارونو څخه بللی چې د نړۍ پر راتلونکي يې ډېره اغېزه کړې.

امريکا اوسمهال نه يوازې د چين پر پرمختللو تخنيکي تصديو نور بنديزونه لګولي، بلکې خپل ملګري يې هم دې ته هڅولي چې په ګډه سره پر چين بنديزونه ولګوي. څرګنده ده چې امريکا خپل توان له رښتينې سويې څخه لوړ بللی او د دې ترڅنګ يې د ساينس او تکنالوژۍ د نوښت په برخه کې د چين وړتيا تر رښتينې سويې کمزورې بللې دي. چين تل د اوږد مارش په روحيې سره ځان تشويق کړی او کوي يې. چينايان هميشه د دولت او ملت اساسي ګټو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د بهرنيو فشارونو پر وړاندې به د دولت او ملت د موخو د پوره کولو په لاره کې له هيڅ ستونزې څخه ونه ډارشي او په يووالي سره به د برياليتوبونو د ترلاسه کولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای