CRI Online

د چين د روغتيا پالنې ملي کمېټه: د نوي چين د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې د چيني ښځو او ماشومانو روغتيايي حالت ډېر ښه شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-27 16:26:13

د چين د روغتيا پالنې ملي کمېټې د مې په ۲۷ مه نېټه د ۲۰۱۹ کال لپاره د چيني ښځو او ماشومانو د روغتيايي چارو د پرمختګ رپوټ خپور کړ. د يادې کمېټې د ښځو او ماشومانو د روغتيايي چارو رئيس چين ګنګ په همدې ورځ د ياد رپوټ د خپرولو په اړه خبري ناسته کې وويل چې د نوي چين له جوړېدو وړاندې په چين کې د امېدوارو ښځو او نوي ماشوم زېږوونکو ښځو د مرګ کچه په سلو زرو کې 1500 او د نويو پيدا شوو ماشومانو د مرګ کچه په زرو کې 200 ښودل شوې وه او په اوسط ډول د خلکو عمر يوازې 35 کلن و. د نوي چين له جوړېدو وروسته په دغه هېواد کې د ښځو او ماشومانو روغتيايي حالت په پرله پسې توګه ښه شوی، په ۲۰۱۸ کال کې په ټول چين کې د امېدوارو ښځو او نوي ماشوم زېږوونکو ښځو د مرګ کچه په سلو زرو کې 18.3 ته راټيټه شوې او د نويو پيدا شوو ماشومانو د مرګ کچه په زرو کې 6.1 ته راټيټه شوې ده، دغه راز خلکو اوسط عمر ۷۷ کلنو ته رسيدلی چې د هغو هېوادونو په پرتله لوړ دی چې د خلکو عايدات يې منځنۍ يا لوړې سويې ته رسېدلی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای