CRI Online

لي که چيانګ د وانواتو له صدراعظم چارلوت سالوای سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-27 16:33:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په ۲۷ مه نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې د وانواتو له صدراعظم چارلوت سالوای سره خبرې اترې وکړې.

لي که چيانګ په فعاله توګه د چين او وانواتو تر منځ د اړيکو پرمختګ ستاينه وکړه. هغه دې ته په اشاره وويل چې چين غواړي د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د وانواتو پرمختيايي له ستراتېژۍ سره په ښه توګه ونښلوي، چين غواړي له وانواتو سره د بنسټيزو تأسيساتو د جوړېدو په شمول په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي. چين به په وانواتو کې د چيني تصديو پانګونې وهڅوي او د دواړو هېوادونو تر منځ د کلتوري تبادلې او همکارۍ به پياوړی کړي. چين به تر خپلې وسې پورې د وانواتو له پرمختګ څخه ملاتړ وکړي. چين غواړي له وانواتو سره د نړيوالو او سيمه ييزو چارو په برخه کې تبادلې او همغږۍ ټينګې کړي. چين له وانواتو څخه ملاتړ کوي چې په راتلونکي کال کې د ارام سمندر د ټاپوګانو پر غاړه د پرتو هېوادونو فورم تر سره کړي او له وانواتو سره په دې برخه کې د اړتياوړ مرستې وکړي.

چارلوت سالوای وويل چې وانواتو د يو چين پر پېژندنې ټينګار کوي، د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره د چين له کوښښونو څخه ملاتړ کوي. وانواتو د چين له ملاتړ او مرستې څخه مننه کوي او غواړي له چين سره خپلمنځي تګ راتګ او کلتوري تبادلې ژورې کړي او د سوداګرۍ، پانګونې، د بنسټيزو تأسيساتو د جوړېدو په شمول په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای